Good News·19 of 25

Restored

We're meant to be part of God's family, living with dignity and purpose. But rebellion plagues humanity and separates us from God. This film explores how we can be restored with honor and welcomed back into a relationship with the Creator.

Ask yours

Bible Quotes

Share
2 Corinthians 5:21

God made Him who knew no sin to be sinon our behalf, so that in Him we might become the righteousness of God.

Berean Standard Bible

Public Domain

Read more...
Ephesians 2:19

Therefore you are no longer strangers and foreigners, but fellow citizens with the saints and members of God’s household,

Berean Standard Bible

Public Domain

Read more...
1 John 3:1

Behold what manner of love the Father has given to us, that we should be called children of God. And that is what we are! The reason the world does not know us is that it did not know Him.

Berean Standard Bible

Public Domain

Read more...
Free Resources

Want to understand the Bible more deeply?

Join our Bible study

Transcript

Pashto, Eastern Afghan
په شروع کښې، خُدائ زمکه او آسمان پيدا کړل۔ او خپل کامل حِکمت، طاقت، او لوئى شان ئي ښکاره کړو۔ خُدائ سړے او ښځه په خپل صورت کښې پيدا کړل، او هغوئ ته ئي دا عزت او مقصد ورکړو چې خپل خالق وپيژني او د هغۀ دپاره په زمکه حکومت اوکړي۔ د انسان او خُدائ ترمينځه يوه کامله رابطه وه۔ خو هغوئ د خپل خالق نافرماني وکړه، او دا ئې يقين وکړو چې هغوئ هم د خُدائ په شان جوړيدے شي، او خپله د جلال سرچينه جوړيدے شي۔ هغوئ ګناه وکړه۔ ګناه هغوئ داغدار کړل، او د انسان او خالق ترمينځه رابطه ماته شوه۔ ټول انسانان دا جداوالے د خُدائ نه په ميراث کښې اخلي۔ مونږ دا خاليتوب محسوسوو، او کوشش کوو چې دا ډک کړو۔ په بابل کښې، خلقو يو برج جوړ کړو چې د خُدائ په شان شي۔ د هغوئ په شان، مونږ هم دا کوشش کوو چې خپل عزت او مقصد خپله پيدا کړو۔ خو د انسان ټول کوششونه ناکامه کيږي او آخر تباهۍ ته رسي۔ ګناه انسانيت تباه کوى، او خاندانونو کښې جداوالے راولي او مونږ د خُدائ نه جدا کوي۔ خو خُدائ، چې په رحم کښې مالامال او په مينه ډک دے، د انسانانو د بچ کولو يو منصوبه لرله۔ هغۀ عيسىٰ، وعده کړے شوے مسيح، راوليږلو، چې انسانان بيا د خپل خالق سره يو ځائ کړي۔ د يو اُستاذ په شان ئي تعليم ورکړو، او د رد کړے شوو خلقو سره کښېناستو۔ هغۀ د خُدائ د دسترخوان د يو لوئ ميلمستيا ذکر وکړو، چرته چې هر يو کس د عزت ميلمه کيدے شي۔ بيماران او رد کړے شوي خلق هغۀ ته راغلل، او د دے په ځائ چې عيسىٰ ناپاک شي، هغوئ روغ او بحال کړے شول۔ خو خلقو يو ځل بيا بغاوت وکړو۔ عيسىٰ دا هر څه برداشت کړل۔ هغۀ هغه ټول شرم او سپکاوے برداشت کړو چې انسانانو ورباندې وکړو۔ رسولے شوه۔ د خپل مرګ نه لږ مخکښې، عيسىٰ په معجزانه توګه زمونږ ټولې ګناهونه او شرم په ځان واخستل… او د خُدائ غضب او د انسان د خُدائ نه جداوالے ئي برداشت کړو۔ ځکه چې که عيسىٰ خپل ځان قربان نه وے کړے، نو انسانان به هيڅکله هم د خپلو نيکو عملونو يا مذهبي رسمونو په ذريعه بحال شوي نه وے، او نه به ئې د خُدائ سره رابطه جوړه شوې وے۔ بيا خُدائ عيسىٰ د مړو نه راژوندے کړو! هغۀ په مکمل توګه د انسان ګناه او شرم مات کړو۔ هغۀ وښودله چې اصل جلال د خُدائ نه راځي، او د زمکې هيڅ څيز هغه خرابولے نشي۔ هغۀ آسمان ته واپس لاړو، او مونږ ته ئي بلنه راکړه چې د خپل خالق سره بيا بحال شوې رابطه کښې داخل شو، او خپل عزت او مقصد د اصل د عزت د سرچينې نه حاصل کړو۔ آيا تاسو به د هغۀ دا بلنه قبوله کړئ؟ که تاسو غواړئ چې د خُدائ سره خپله رابطه بيا بحال کړئ، نو تاسو په دُعا سره خپل ايمان څرګندولے شئ۔
JesusFilm