Short Film
Can We Know God?
3 minFHD
Do You Ever Wonder...?·4 of 8Clip 4 of 8
Can We Know God?
Have you ever wondered who God is? This short film explores how God can simultaneously be the majestic creator of the universe who also wants to have a personal relationship with every single person on earth.
QuestionsRelated Questions
Ask yoursBible Quotes
ShareJohn 17:3
Now this is eternal life, that they may know You, the only true God, and Jesus Christ, whom You have sent.
Berean Standard Bible
Public Domain
Read more...Transcript
Pashto, Eastern Afghan
آيا تاسو کله سوچ کړے دے... چې خُدائ څوک دے؟
آيا مونږ هغه پيژندلے شو؟
هغه څنګه دے؟
مقدس صحيفې فرمائي "زمونږ مالِک خُدائ يو دے۔" هغه قادرِ مطلق دے۔
نه د هغۀ شروع شته، نه خاتمه، او نه هغه د څه ضرورت لري۔
هغه ازلي دے، او د وخت نه بهر موجود دے۔
لا محدود۔
چې د هر څه خالق دے، هغه هر څه کولے شي چې غواړي...
...او په خپلې بے اندازې مينې کښې،
هغۀ مونږ پيدا کړو چې د هغۀ سره رابطه ولرو
او هغه وپيژنو۔
په مقدسو صحيفو کښې دا واضحه ده:
هغه په خپلو ټولو لارو کښې نه بدليدونکے، پاک، او د عزت وړ دے۔
او بيا هم،
هغه غواړي چې مونږ د خپلو بچو په شان خپلې کورنۍ ته راوبلي۔
هغه غواړي چې زمونږ آسماني پلار شي۔
خو هغه د هر ښکاره او ناښکاره څيز بادشاه هم دے۔
او هغه زمونږ بغاوت نظرانداز کولے نشي۔
نو کله چې خلق د هغۀ د حکمونو نافرماني کوي،
د هغۀ غضب زمونږ د عملونو خلاف بل شي۔
د کامل منصف په توګه، هغه رښتيا او صداقت قائم ساتي۔
حتیٰ که د دې مطلب تباهي هم وي۔
دنياه د خُدائ خلاف بغاوت کښې غلامه شوې ده۔
او هغه زمونږ په بغاوت غمجن کيږي۔
خو خُدائ ټول طاقت هم لري!
دومره طاقتور چې ناپاک خلق خلاصون ورکولے شي او هغوئ په مينې او صداقت بدلولے شي!
هغه مونږ ځان ته نزدې کولے شي!
په صبر او سخاوت سره،
هغه د خپلو بچو خيال ساتي،
او هغوئ ته لارښوونه او حوصله ورکوي۔
د هغۀ فضل بے اندازې دے،
او کله چې هغه وعده وکړي،
نو هغه په هغې وفادار پاتې کيږي۔
هغه هر ځائ موجود دے،
زمونږ د سوچ نه هم ډېر لوئ دے...
خو بيا هم نزدې دے۔
ذاتي۔
د هر څه بادشاه،
خو ورسره... پلار هم دے۔
هغه په هر لحاظ کامل دے،
په مونږ د خپلې مينې کښې هم۔
هغه مونږ صرف د بغاوت غلامان نه ګڼي،
بلکې هغه مونږ خپل پيدا کړي بچي ګڼي، او غواړي چې آزاد مو کړي۔
هغه مونږ ته بلنه راکوي چې هغه وپيژنو او د هغۀ سره رابطه کښې ژوند وکړو،
د هغۀ په طاقت سره،
د هغۀ په خوشحالۍ سره،
او په سولې سره۔