Do You Ever Wonder...?·7 of 8

Did Jesus Come Back From the Dead?

Jesus told people that he would die and then come back to life. This short film explains the details surrounding Jesus' death and resurrection.

Ask yours

Bible Quotes

Share
John 11:25

Jesus said to her, “I am the resurrection and the life. Whoever believes in Me will live, even though he dies.

Berean Standard Bible

Public Domain

Read more...
Free Resources

Want to understand the Bible more deeply?

Join our Bible study

Transcript

Pashto, Eastern Afghan
آيا تاسو کله سوچ کړے دے چې عيسىٰ مسيح رښتيا مړ شو او بيا د مړو نه راژوندے شو؟ مونږ دا په يقين سره څنګه معلومولے شو؟ عيسىٰ درې کاله تعليم ورکړے وو... کله چې هغۀ خپلو نزدې ملګرو ته خبردارے ورکړو چې هغه به مړ شي، او وعده ئي وکړه چې هغه به په مرګ غالب راشي او بيا به ژوندے شي۔ خو هغوئ د هغۀ خبره ونه پوهيدل۔ د هغو ملګرو نه يو، يهوداه، د هغۀ سره خيانت وکړو۔ بيا مذهبي مشرانو په دروغو عيسىٰ په جرمونو تورن کړو۔ خلقو په دغو دروغو يقين وکړو او د هغۀ د مرګ غوښتنه ئي وکړه۔ د هغۀ ملګري وتښتيدل او پټ شول او حتیٰ دا ئي هم دروغ وويل چې هغه نه پيژني۔ يهوداه، چې کله دَ خپل قُصُور په احساس پرې غالب شو، ځان ئي ووژلو۔ خو دا د خُدائ منصوبه وه— هر څه چې وشول د هغۀ نبيانو مخکښې نه بيان کړي وو۔ عيسىٰ د دوو مجرمانو سره يو ځائ ووژلے شو په هغه طريقه چې په هغه وخت کښې عامه وه— يعنې په صليب ځړولو سره۔ رومي سپاهيانو يقين وکړو چې هغه مړ دے، بيا د هغۀ مړے يو قبر ته يوړلے شو او رومي ساتونکي د قبر د حفاظت دپاره ودرول شول۔ کله چې هغه ښځې چې د عيسىٰ پيروي ئي کوله د هغۀ د مړي تيارولو دپاره راغلې… فرښتو تيږه لرې کړه او ساتونکي ئي ويرولي کړل۔ کله چې ښځې راغلې، هغوئ خالي قبر وليدو او فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، "تاسو ژوندے د مړو په مينځ کښې ولې لټوئ؟ هغه دلته نشته؛ هغه راژوندے شوے دے!" هغوئ منډه کړه چې شاګردانو ته خبر ورکړي، خو شاګردانو د هغوئ خبره باور نه کړه… …تر دې چې عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې ودريدلو او وفرمائيل، "په تاسو دې سلامتي وي۔" هغه په راتلونکو ۴۰ ورځو کښې ډېر ځله د هغوئ سره ملاقات وکړو۔ آسمان ته د ختلو نه مخکښې، عيسىٰ له پينځو سوو نه زياتو خلقو ته ښکاره شوے وو۔ د هغۀ نزدې ملګري، چې په ويره تښتيدلي وو، اوس پوهه شول او ايمان ئي راوړو۔ هغوئ نورو خلقو ته هغه څه بيان کړل چې په خپلو سترګو ئي ليدلي وو، او د خپلې تعليم دپاره ووژلے شول۔ خو د عيسىٰ د مرګ او بيا راژوندي کيدو خبر په ټوله دنيا کښې خور شو۔ د دغو ګواهانو په وجه، مونږ يقين کولے شو چې د هغۀ مرګ او بيا راژوندي کيدل رښتيا دي۔ عيسىٰ زمونږ د ګناهونو د سزا ادا کولو دپاره مړ شو... خو عيسىٰ په مرګ قدرت لري او بيا راژوندے شو! هغه اوس هم په آسمان کښې ژوندے دے، او يوه ورځ به راشي چې په ژوندو او مړو دواړو انصاف وکړي۔ تاسو به د عيسىٰ د مرګ او بيا راژوندي کيدو په جواب کښې څه کوئ؟
JesusFilm