Short Film
Is There One God or Three?
3 minFHD
8 of 8Clip 8 of 8Do You Ever Wonder...? · 8 chapters
Is There One God or Three?
Through visual images and descriptions and verses from the Bible it is possible to understand more about how God is both one and three at the same time...the Holy Trinity.
QuestionsRelated Questions
Ask yoursBible Quotes
Share2 Corinthians 13:14
The grace of the Lord Jesus Christ, and the love of God, and the fellowship of the Holy Spirit be with all of you.
Berean Standard Bible
Public Domain
Read more...Transcript
Pashto, Eastern Afghan
آيا تاسو کله سوچ کړے دے چې عيسايان په يو خُدائ ايمان لري که په درېو؟
خُدائ قادرِ مطلق دے۔
د هغۀ د طاقت او وجود مکمل حقيقت د انسان د پوهې نه بهر دے۔
هغه چې د هر څه خالق دے، هر څه کولے شي چې غواړي،
خو بيا هم هغه غواړي چې ځان مونږ ته ښکاره کړي او خپل فطرت راپه ګوته کړي۔
مقدس صحيفې فرمائي چی: "زمونږ مالِک خُدائ يو دے۔"
د هغۀ پاک فطرت يو راز دے،
خو صحيفې د خُدائ د فطرت په حقله دومره ښکاره کوي،
چې مونږ د هغې په پوهيدو شروع کولے شو۔
راځئ دا داسې سم درک کړو…
يوه کړۍ تصور کړئ۔
يو شکل:
يو کامل ګرد چې نه شروع لري او نه خاتمه۔
اوس تصور وکړئ چې دا کړۍ د درېو يو بل کښې تړلو تارونو نه جوړه شوې ده۔
دا لا هم يوه کړۍ ده، خو درې ښائسته برخې لري؛
يو بل سره تړلې خو بيا هم جدا۔
دا کړۍ مونږ ته د قادرِ مطلق د فطرت يو تصور راکوي،
چرته چې هر تار د خُدائ د يو شخص نمائندګي کوي۔
د خُدائ اول شخص ځان د قادرِ مطلق پلار په توګه ښکاره کوي:
د هر ښکاره او ناښکاره څيز خالق۔
هغه د آسماني تخت په سر ناست دے۔
د خُدائ دويم شخص ځان د عيسىٰ په توګه ښکاره کوي۔
هغه د انسان په جسم کښې د خُدائ صورت دے،
او هغۀ ته د "د خُدائ زوئ" لقب ورکړے شوے دے۔
بائبل فرمائي: "خُدائ مونږ سره د خپل زوئ په ذريعه خبرې کړې دي…
هغه د خُدائ د جلال ځلا ده،
او د هغۀ د ذات مکمل اظهار دے۔"
خُدائ د عيسىٰ په شکل زمکې ته راغلو چې انسانان بچ کړي،
او خلقو ته خپله مرضي ورسوي۔
د خُدائ درېم شخص ځان د روح په توګه ښکاره کوي۔
"مددګار۔"
عيسىٰ وفرمائيل، "زۀ به د پلار نه وغواړم،،
او هغه به تاسو ته بل مددګار درکړي چې مرسته درسره وکړي
او هميشه به ستاسو سره وي—
د حقيقت روح...
هغه ستاسو سره اوسيږي او په تاسو کښې به وي۔"
روحُ القُدس مونږ سره مرسته کوي چې خُدائ وپيژنو او هغه درک کړو۔
د بائبل خُدائ يو قادرِ مطلق خُدائ دے۔
او د درېو شخصونو ترمينځه د هغۀ کامل يووالے
مونږ سره د هغۀ د ذات عظمت په پوهيدو کښې مرسته کوي،
او دا ښکاره کوي چې خُدائ د انسانانو نه څومره مختلف دے۔
هغه د يو پاک ذات په توګه ځان مونږ ته ښکاره کول غوره کوي،
او مونږ ته بلنه راکوي چې د هغۀ سره رابطه ولرو۔